ټولنه

په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز

Afghanskt Akademiskt Kulturcentrum i Sverige

ډېر افغانان په هېواد کې د وروستيو څو لسيزو د ناخوالو په اساس دې ته اړ شوي چې گران هېواد افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي .

زموږ ډېر هيواد وال د سويډن هېواد ته هم مهاجر شوي ..

افغانان په نړۍ کې دخورا ستونزمنواو بدو حالاتو سره سره وکولای شول دخپل هېوادتاريخ، کلتور، ژبې او عنعناتو د ژوندي ساتلو په خاطر په اړوندو هېوادو کې دافغانانو لخوا په مختلفو نومونو ټولنې،  ویب پاڼې، نشراتي خپرونې او د زده کړو لپاره ښوونځي، راديو او تلويزوني خپرونې پيل کړې .  په پورتنيو ټولو فعاليتونو کې افغانانو دخپل هېو اد دخلکو دستونزو دبيانولو او او دنوموړو ستونزو دحل لپاره لويې غونډې رابللي او علمي سمينارونه يې پرانيستلی چې لدې جملې څخه افغانانو په سويډن کې زياتې ټولنې پرانيستلې او يو له دوی څخه په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنگي مرکز دی  چې په  ۲۰۰۱  کال کې جوړ شو .

په لومړي سر کې ددې ټولنې دغړو شمېر تر سلو تنو پورته وو خو ددې ټولنې دنوم څخه جوته شوه چې په دې ټولنه کې دافغانستان څخه دراستانه شوو روښانفکرانو منورينو لخو ا د افغانانو ديووالي او تنوير لپاره کاري پلان تر لاس لاندې نيولی .

نوموړې ټولنه دلومړي ځل لپاره  دداکټر خلیل ساپي تر مشرۍ لاندې دمشر تابه دجرګې په همکاری زيات کارونه وکړل . د ټولنې لخوا دنوې هيلې په نوم نشراتي خپرونه په  پښتو،  دري او سويډني  ژبو په هره مياشت کې يو ځل نشريده. دځوانانو لپاره دپښتو، دری ، ديني علومو کورسونه دټولنې دغړو لخوا په اونۍ کې دوه ځلې درسونه پيل شو.  ټولنې دسويډني ادارو سره يې خپلې اړيکې ټينګې کړې او دسويډني ادارو مرستې يې راجلب او همدارنګه ټولنې په سويډن کې دنورو افغاني ټولونو دګډکار او همکارۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي . د ټولنې مشرتابه او غړو په نړيوالو غونډو او سيمينارونو کې برخې  اخيستې، همدارنګه نوموړې ټولنې دافغانانو لپاره  ټولې مذهبي، کلتوري، تاريخي ورځې په خورا شاندارو مراسمو لمانځلي او دا لړۍ روانه ده .

ټولنې د هيواد د تکړه او وتلو څېرو يادغونډې او سيمينارونه جوړ کړي دي .

دوه کاله وروسته دټولنې مشرتابه کې نوی بدلون رامينځ ته شو. دټولنۍ دمشر توب مسئوليت محمد اقا شيرزاد ته وسپارل شو . دټولنۍ کميت او کيفيت دټولنۍ دغړو په مرسته وده وکړه .

د پورتنيو فعاليتونو تر څنګ اته studiecirkel  لکه خياطي ،پخلی ،  موسيقي ،  د لویانو لپاره د ژبې کورس د ماشومانو لپاره د ديني،رياضي، پښتو، دری، انګلسي او  د ځوانانو واليبال ګروپ او نور کورسونه پرانستل شوه .د ټولنې د صحي کمسيون د مسئول داکټر صاحب کلام مومند د هلو ځلو په نتيجه کې د خلکو په مرسته د ننګرهار په ولايت کې د طب مجلې بنسټ کېښودل شو او څو ګڼې يې چاپ شوې .

دوه کاله وروسته د ټولنې د مشرتابه مسئوليت ښاغلي حبيب  الله غمخور ته و  سپارل  شوې . د نوموړي په مسئوليت کې هم د ټولنې چارې ډيرې ښې پر مخ تللې .  د وتلي وطن دوست شاعراو ليکوال عبدالباري جهاني سره د يو ماښام تر نامه لاندې نړيوالا مشاعره  جوړه شوه چې په سلګونو افغانانو په دې شانداره مراسمو کې برخه درلوده ، همدارنګه  د کانديد اکادميسن محمداعظم سيستانې د ۷۰ کليزې او دوتلي  شاعر وهاب سرتېر  لپاره لويه نړيواله غونډه او مشاعره جوړه شوه .

همدارنگه  د خدای بخښلي عبدالشکور رشاد  دتلين غونډه سرته ورسيده.

په دې ټولو غونډو او سمينارو کې د ټولنې غړو هرډول همکاري سرته رسولې ده چې دوی ته کورودانی ويل کيږي ، د نوموړې ټولنې لخوا په سويډن کې د نويو راغلو مهاجرينو سره پوره همکاري شوي ده ددوی د ستونزو د حل لپاره دنوموړو اواز تر مسئولو ار ګانو پورې رسولي دي همدارنګه ټولنې د سويډن اړوند ادارو سره پوره همکاري کړې  دهغوی توجه او همکاري يې د ټولنې د لا پر مختګ لپاره راجلب کړې په مختلفو وختو کې د دولتي او خيريه موسسو لخوانه مادي مرستو د يو لړ پروژوې اخيستل شوي او عملي شوي دي .

تر غمخور صاحب  وروسته د ټولنې لخوا محترم عبدلحی هوتک د ټولنې د مشر تابه مسئول شوی نوموړی هم د ټولنې د يووالي او پر مختګ لپاره زيات کارونه کړي ټولې تاريخي مذهبي ورځې  په خورا شانداره مراسمو لمانځلي دي د ټولنې لخوا مشاعره جوړه شوې د نوې هيلې نشريه خپره شوې او د ټولنې غړو برسيره په انترنيټ کې ايښودل شوی ده د نوې هيلې لوستونکې زيات شوي او هم د نوموړې نشريي لپاره د غوره ليکوالانو مقالې راستولي.

په ۲۰۱۰ کال کې د نوموړې ټولنې مشرتوب محترم انجينر عزيز مقري ته وسپارل شو نوموړي په کم وخت کې زياتې هلې ځلې پيل کړي . د ټولنې او ځوان نسل په تربيه کې خورا ستر کارونه تر لاس لاندې نيولي .

په دې وروستيو کې د ټولنې لپاره ويب پاڼه هم جوړه شوې ،  د واليبال ګروپ  په اروپايي تورنمنت کې درېيم ځای خپل کړو . د ټولنې لپاره زياتې پروژی تر لاس لاندې نيول شوي دي  .

Comments are closed.