د کلنۍ غونډی رپورټ

 

aakcs-logo-transparent-bg-2

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز

نيټه  2016/01/17

 

غونډه د قران شریف د مبارکو اياتونو په لوستلو د ماذديګر په دريو۳ بجو  د Malmö-Palatset په تالار کې پیل او په ۱۱ بجو د ماښام پاي ته ورسیده.

د ۲۰۱۵ کال کلنۍ غونډه په دريو لويو برخو ويشل شوې وه. لمړۍ برخه يې د ټولنی د ۱۵ کلونو لمانځل، د تاداو ايښودونکو ستايل او د ټولنې په اهمیت او لا ښه پرمختګ د ګډون کوونکو نظرونه واوريدل شول.

 

د غونډې په پیل کې د کلام پاک څو اياتونه او ورپسې د ګلالیو ماشومانو لخوا د ګران وطن افغانستان ملي سرود واورول شو. هلمند ياد چې د ټولنی د رياست چارې په مخ وړي د غونډې پرانستونکې وينا واوروله او د اوريدونکو په ګرمو چکچکو سره بدرګه شو. وروسته له دې په نوبت سره هر يو محمد اقا شېرزاد، حبيب الله غمخوراو انجينر صاحب عزيز مقري د ټولنې پر اهميت خبری وکړې او د ټولنئ لخوا په ستاينليکونو ونازول شول. د ستاينلیکونو په برخه کې چې د ټولنې د پخوانيو ريسانو لپاره اماده شوي وه هر يو غاښلی عبدلحی هوتک او ډاکټر خليل صافی هم ونازول شول.

 

د غونډې دوهمه برخه د کال ۲۰۱۵ رپورټ وو چې د هلمند ياد او مالي رپورټ د هيواد شيرزاد لخوا ګډون کوونکو ته واورول شواو بیا هم پر هغې باندی بحث وشو. همدا شان د غونډی د برخوالو پوښتنو ته په پراخه ټنډه ځوابونه وويل شول. له تاوده بحث څخه وروسته په غونډه کې ناستو غړو د تير کال د مشرتابه نه د زړه له کومې مننه وکړه او تير کال ته يې د پای ټکې کیښود.

 

دا چې ټولنې په دې ورستيو ۲ کلونو کې د مشرتابه جرګې د ډېر زحمت ايستلو له برکته ښه پرمختګ کړی اوښې لاسته راوړنی يې درلودې. دغونډې ټولو ګډونوالو هیله اوښوده چې همدغه رهبري دې تر بل کاله هم دغه چارې پر مخ بوځي.
د غونډې د برخوالو د اکثریتو په خوښه د نوي يانې ۲۰۱۶ کال لپاره لاندی اداره وټاکل شوه.

 

۱. هلمند ياد – د ټولنې د ریس، د نورو ارګانونو او ټولنو سره د تماس د مسؤل په توګه

۲. احمد ګل اندړاو وحيد عزيزي- د ټولنې د ښوونې او روزنې د کورسونو د مسولو په توګه

۳.  انجينر ولي حميد – د ټولنې د معاون او مالي چارو د مرستندوي په توګه

۴. هيواد شېرزاد – د مالي چارو د مسؤل په توګه

۵. نياز محمد پياوړئ او فيض الله اميري– د ټولنی د کلتوري چارو د مسول په توګه

۶.  ميوند شيرزاد – د ځوانانو سره د کار او فعالیت او د سپورت د مسؤل په توګه

۷. هيواد معاروف او جاويد سروري – د ټولنی د ويبپاڼې او بازار موندنې د مسؤلو په توګه

۸. کامله شيرزاد – د ښځو او ماشومانو سره د فعالیت د مسؤلې په توګه

 

د کنترول او نظارت لپاره حاجي صاحب حسين ديندار او انجينر صاحب احد عزيزي وټاکل شول. په پای کې د راتلونکي کال د لا ښه پرمختګ لپاره د دوعا لاسونه پورته شول او د غونډې دوهمه برخه پای ته ورسيده.

د ډوډۍ خوړلو وروسته د غونډې پاتې برخه چې ټنګ ټکور ته اماده شوې وه د فيض الله اميري، شمله بهرام او انجينر بهرام په خوږو سندرو او اتڼونو سره پروګرام پای ته ورسيد.

 

د ټولنې ټوله رهبري ستاسو له اعتماد نه د زړه له کومي مننه کوي او د ټولنی ټولو غړو سره   دا ژمنه کوي چې ستاسو هري هیلې ته به په سترګو او لیمو کې ځای ورکوي. ټولنه ستاسی نه يواځنې هیله لري چې خپله کلنۍ ونډه چې څومره زر او پوره ورکړی دا به زمونږ په جوړ شوي پلان کې ډيره مرسته وکړي.

کلنۍ ونډه په لاندې ډول وټاکل شوه꞉

د 4 کلو څخه تر 17 کلو پوری 50 کرونه او د 18 کلو څخه پورته ته 150 سویډني کرونه ټاکل شوي.

تاسي خپله کلنی ونډه ټولنې ته د انټرنیټ په مټ او يا هم په نقدي ډول ورکولای شی. زمونږ بانکي حساب شميره꞉

Plus Giro: 1060478-3

هيره دې نه وي چې سږ کال د مالمو کمون غوښتنه ده چې د غړو د ثبتولو لپاره نه بايد یواځې شپږ د زيږيدو شميرې ثبت شي بلکې مکمل پرسون نمبر Person nummer   وليکل شي. مطلب که تاسې خپله کلنۍ ونډه د انټرنيت په مټ تحويلوی نو مهرباني وکړی خپل مکمل پرسون نمبر زمونږ د ايميل او يا د ټلیفون په شميره را واستوی.

 

د ټولنی مشرتابه خپله لمړئ غونډه په23  د جنوري د ماذديګر پر  17:00بجو تر سره کړه او رپورټ به يې په راتلونکي بريښناليک کې له تاسو سره شريک کړو.

 

نوټ˸ تاسو هر وخت کولای شئ د ټولنې د بريښناليک او ټلیفون په واسطه زمونږ سره خپلې مشورې، نظرونه او نيوکې شريکې کړئ.

 

بريښناليک˸aakcentrum@gmail.com
ټليفون˸076-0806689

 

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز اداره

 

Comments are closed.