د کلنۍ غونډې بلنليک

بلنليک

په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز خپله کلنۍ غونډه د ۲۰۱۶ ز کال د جنورۍ په ۱۷ نېټه جوړوي.
زموږ د ټولنې د جوړېدو نږدې پنځه لس کاله پوره کېږي.
د ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ په پام کې لري چې داځل کلنۍ غونډه په خاصو مراسمو ونمانځي او همدارنګه د ټولنې د ټولو پخوانيو مشرانو څخه قدرداني وکړي چا چې زموږ د ټولنې د پياوړتيا او پراختيا په برخه کې ډېرې هڅې او هلې ځلې کړي دي.
په همدې خاطر د ټولنې د ټولو محترمو غړو (نارينه او ښځينه و) څخه په درنښت هيله کيږي چې زموږ سره په دې غونډه کې ګډون وکړي او په خپل راتګ سره غونډه لا پرتمينه کړي.


زموږ پروګرام درې برخې لري:
لومړۍ برخه يې د ټولنې لنډه تاريخچه او مخکينيو مشرانو نمانځل او همدارنګه دټولنې په اهميت خبرې.
دوهمه برخه يې کلنۍ غونډه (مالي رپوټ، د ټولنې فعاليتونه، د نوې رهبرۍ ټاکنه …)
درېيمه برخه يې ډوډۍ او ورپسې د ټنګ ټکور پروګرام.


د ټولنې د ټولو محترمو غړو څخه هيله کوو چې موږ ته د خپل راتګ اطمنان راکړي.
د پاملرنې وړ يې بولو چې ټول ګډون کوونکي کولی شي په همدې ورځ د ۲۰۱۶ کال کلنۍ ونډه مسئول کس ته ورکړي.

د ۲۰۱۵ کال مالي رپوټ دلته لوستلی شئ

په درنښت
د مشرتابه جرګه ګۍ

Comments are closed.