پرانستونکې وينا

بسم الله الرحمن الرحيم

 aakcs-logo-transparent-bg-2

 

درنو خويندو او ورورنو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

 

ننې لمانځغونډه چې په سويډن کې د افغانانو د علمي او کلتوري مرکز او د لوند په ښار کې د افغانانو د کلتورې ټولنې په خاصه توګه ګرانې خور ملکې حیدري او ورسره نورو ملګرو لخوا د ګران هیواد افغانستان په پلازمينه کابل کې د شهیدې فرخوندی د شهادت په ياد سره جوړه شويده، تاسو ټولو د غونډې ګډونوالو ته د زړه له تله ښه راغلاست وايم.

په پیل کې ددې شهيدې د ناځوانمردانه شهادت له امله تاسو ټولو ګډونوالو نه هیله کوم چې پخپلو ځايو کې ودريږي او يوه دقيقه چوپه خوله ددې شهیدې درناوې وکړې.

 

درنو دوستانو شهيده فرخونده د کابل په ښار کې د يو څو کوڅه ډبو، لنډغرو، بې فرهنګو لخوا په خورا ظالمانه ډول چې د بشر په ټول تير تاريخ کې نه وو لیدل شوې شهيده کړای شوه او بيا يې د سرو وينو ډک بدن ته اور ورته کړ، چې پر دې پیښه ټول افغان ولس، نړيوال، بهر ميشه افغانان، سياسې ګوندونو او مدنې ټولنو ددې وحشيانه عمل غندنه وکړه او د پیښې عاميلينو ته يې سخته سزا غوښتونکې شول.

 

زمونر ټولنه دغسې کړنې په جديت سره غندي او له واکدارانو نه په ډير جديت سره دداسې عملونو د مخنيوي لپاره د جدي عمل غوښتونکې يو. لمړئ د هغو امنيتي مسولینو چې د حکومت له امکاناتو يې ګټه پورته کړې او خپله دنده يې سر ته نده رسولې او بيا هم د هغو ګمراهو ملايانو، تعويزګرو او کوډګرو چې د اسلام مبين دين نه په غلطه توګه ګټه پورته کوي او د خلکو د ګمراه کولو په واسطه دغسې اعمالو زيږنده وي. د افغان رسنيو د معلوماتو له لورې دغې پیښې تقريبآ دوه ساعته وخت ونيوه، پوښتنه پیدا کيږي چې ايا پولیسو نور امکانات نه درلودل؟ د کورنيو چارو وزارت همدا يوه حوزه درلوده؟ ددې پوښتنو ځوابولو ته بايد حکومت ولس ته ځواب وواېې تر څو خلک پر پوليسو باور وکړي. ځکه امنيت راوړل د حکومت دنده ده.

 

د فرخندې شهادت په داسې بې رحمانه ډول په عام محضر کې زمونږ او ستاسي کلتور، تربیه او حتا انسانيت تر پوښتنې لاندې راولي.  مجيد قرار وايې˸

ˮفرخندې شهيدې دې ۳۱ ميلونې ملت ته د هغو اصلې څیره وروخودله، هغه څیره چې دې ملت يې پر مخ د مسلمانۍ، افغانيت، غيرت اونورو کاذب نقابونه راخپاره کړي. دې شهيدې دا نقاب لرې کړ او نړۍ ته يې ددې مجاهد، مظلوم، متدين، وياړلي ولس اصلې څيره وروښودله، دا لويه انسانه الله پاک همداسې لوي ورځي ته پیدا کژي وهˮ

 

مونږ د شهيدې فرخوندې شهادت ته مبارک باد وايو، کورنې ته يې د زړه د صبر غوښتونکې يو او عاميلينو ته يې د قانون په چوکاټ کې د سختې سزا غوښتونکې يو.

 

قالو انا لله و انا اليه راجعون

د ټولنې اداره

 

Comments are closed.