د مارچ اتمه

Women-Day

د مارچ اتمه له نیویارک څخه سرچینه اخلي. په ۱۹۰۸ میلادي کال د کتان په یوه فابریکه کې ښځو د کم مزد، اوږدو کاري ورځو او غیر انساني چلند په وړاندې غږ پورته کړ. په دې ورځ یې په خپلو کارونو بندیز ولګاوه. ددې لپاره چې د ښځو دغه اعتصاب د فابریکې نورو برخو ته غځونه ونه کړي، د فابرکې مشر دوی د کار په ځای کې بندې کړې. د یوه نا معلوم دلیل له امله هلته اور لګېدنه وشوه چې د ګوتو په شمېر  ښځې ترې ژوندۍ راووتې نورې ۲۹ وسوځېدې.

له هماغې ورځې را په دېخوا د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون د ورځې په نامه لمانځل کېږي.
ددغې ورځې لمانځل د ښځو څخه ملاتړ کول دي.

په دې وروستیو کلونو کې زمونږ په هېواد کې هم د ښځو ورځ لمانځل کېږي. که څه هم دا لمانځنه یوازې یوه سمبولیکه بڼه لري او د عمل او شعار تر منځ ډېر لوی واټن دی خو بیا هم په خپل ځای ګټوره ده. که د عمل میدان ته سر ورښکاره کړو نو لا هم زموږ د نارینه  ذهنیتونه ښځه د دوهمې درجې انسان ګڼي. د کلیو او نالوستو خلکو کچه مو بېشمېره زیاته ده خو حتا زموږ ښارمېشتي او لوستي خلک هم د ښځو په اړه روښانه ذهنیت نلري.

د ښځو حق او ارزښت یوازې په شعارونو او سمبولیکو لمانځنو نه پر ځای کېږي بلکې عملي زیار غواړي. د کور هر مشر مسئول دی چې د خپلې کور ښځې د هغوی خوښې ته پرېږدي، تعلیم پرې وکړي او د هغوی انتخاب ته ارزښت قایل شي. په دې باور ولرئ چې تر څو کوم کار په خپل ځان عملي نکړو په نورو هم اغېزه نه کوي.

دغې منفي ذهنیت له ډېر پخوا نه زموږ په کلتور او او ټولنې کې ریښه چلولې چې ښځه تل له سړي کمه ګڼل کېږي.
زموږ ټولنه کې لا تر اوسه هم ښځه د یو خپلواک فرد په  توګه نه ده پېژندل شوې بلکې وجود یې د پېژندل کېدو لپاره تل د یو نارینه محتاج وي. د بېلګې په ډول د ښځې په ستاینه کې ډېر ویل کېږي چې ښځه مور ده، خور ده، لور ده. خو زه وایم ښځه تر دغو هر څه مخکې یوه انسانه ده. هغه خپلې هیلې، انتخاب، فکر او ذکاوت لري. هغه مخکې له دې چې بل چا پورې تړل شي یو انسان دی. د هغې وجود باید هېڅکله د شناخت لپاره د یو نارینه محتاج نه وي.

په حقیقت کې په ښځو روان ظلمونه یوازې یوه سرچینه نلري بلکې کلتوري، سیاسي، اقتصادي او بېلابېلې نورې سرچینې هم لري. زموږ کلتور د وخت له تېرېدو سره ریفورم شوی نه دی او کټ مټ پاتې شوی حال دا چې کلتورونه باید د وخت او زمان له تېرېدو سره ځان ریفورم کړي.

د اروپا په تاریخ کې له پیله او بیا له منځنیو پېړیو رانیولې تر لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پورې د ښځو حالت ډېر ناوړه و. ښځه دویمه درجه انسان ګڼل کېدله او‌په هېڅ ټولنیز کار کې یې ونډه نلرله. ښځه تل د ټولنې له مرکزیته لرې ساتل شوې وه. ښځه هله د اقتدار او خپل حق خاونده شوه چې په دویمې نړیوالې جګړه کې تر ۵۰ میلیونو زیات نارینه ووژل شول، په میلونونو ټپیان شول او کاري قوه بېخي صفر کې ضرب شوه. دا هغه مهال و چې ښځې رامیدان ته شوې او د کورنۍ د ساتنې او د‌ټولنې د بیارغونې لپاره یې مټې راونغاړلې. ښځه د خپل معاش خاونده شوه او ټولنه په دې باوري شوه چې ښځه هم کولی شي نه یوازې ځان بلکې کورنۍ وساتي. دغې باور د ښځې د ناتوانۍ په اړه پخواني سنتي باورونه مات کړل او ښځې ته یې یو نوی نوم ورکړ.

په ښځو ظلم کوونکي یوازې نارینه نه دي بلکې هغه ذهنیت دی چې ښځه پکې تر نارینه ټیټه ګڼل کېږي. دغه ذهنیت ډېرې ښځې هم لري او په نورو ښځو یې منل غواړي. د ښځې په اړه دغه منفي ذهنیت په پېړیو کې جوړ شوی او همدومره کار ته اړتیا لري چې له منځه لاړ شي. تر څو چې موږ ښځې خپله د خپل حق لپاره، خپل اختیار لپاره کار ونکړو نو له نورو یې هیله بېځایه ده.
زموږ مسئولیت دا دی چې په خپلو خوېندو او لوڼو تعلیم وکړو، د کور او بهر په چارو کې خپلو سړیو سره اوږه په اوږه په هر کار کې برخه واخلو، کلتوري او ټولنیزو پروګرامونو کې خپله پوره ونډه واخلو او د یو وجود په توګه رامیدان ته شو. دا به زموږ راتلونکیو نسلونو ته یو لوی خدمت وي.

اخر کې خپلې خبرې په دوه، دوه بیتیو راټولوم.

زما په لاس کې د بنګړو په شړنګا قهر ورځي
خپله په پښو کې د جرمونو زولنې ګرځوي

***********
زما لالا په ما بنديز د هغه څه لګوي
چې یې په جګو سترګو جګه غړۍ خپله کوي

د ټولنۍ د ښځو  چارو مسؤله

کامله شېرزاد

Comments are closed.