د نوي لمريز کال (۱۳۹۴) او ښځو د نړيوال پیوستون لمانځغونډه

 

بسم الله الر حمن الر حیم

د پرانستونکې وينا متن

په سويډن کې د افغانانو د علمي او کلتوري مرکز د مشرتابه جرګې په استازيتوب تاسو ټولو راغلو ميلمنو، کوربنو، ښاغلو او اغلو، مشرانو او کشرانو ته د افغاني مينې او انساني احساس په ګرمو اوله مينې ډکو ولولو، د نوي۱۳۹۴ لمريز کال د پيل او ښځو د نړېوال پیوستون د ورځې مبارکي وايم.

 

ډېر د خوښۍ ځای دې چې د نوي کال يانې ۱۳۹۴ هجري شمسي کال مو په يو نوي دود سره پیل کړ، زه د نوې کال د لمانځلو او يا هم د ښځو د نړيوال پیوستون د لمانځلو خبره نه کوم بلکې د هغه دود چې د افغانانو د کلتور يوه لويه برخه جوړوي، هغه دود چې د افغانانو شان دې، هغه دود چې په نن عصر کې تر هر څه ډېر اړين دی. اتفاق او يوالې يادوم.

 

د اريانا ټولنې د مشرتابه جرګې په ابتکار دغه دې نن یو ځل بيا د مالمو افغانان د خوښۍ پر یوه ټغر راټول او د خپل د يووالې او ورورګلوۍ ثبوت وړاندې کوي. اوريدلي او لوستلې مو ډېر دي چې اتفاق او يوالی پکار دې مګر ددې اړتيا په لور عملي ګام پورته کول دغه ننې شريک محفل دي. نن مونږ هغه څه ته چې پر مونږ او تاسو کې لريوالې او بې اتفاقې رامنځ ته کوي د پاي ټکې ږدو او ځان خلکو ته د مالمو افغانان ثابتوو نه په مالمو کې د پکتيا يا ننګرهار او يا د کندهار او غزني. هغه مالمو چې د همدې افغانانو د اتفاق او یووالې په واسطه د اروپا په نقشه کې د افغانانو يو د لويو فرهنګپاله، روڼ اندو او رسيدلو افغانانو د ښار په نامه شهرت لري. او انشالله دغه لړئ به تر څو دوام لري او دغه ښار به د خپل يووالي په واسطه نه پريړدو چې له دې صفته محروم شی او د مړو ښار وګرځي.

 

نن په نړۍ کې په ميلونو افغانان کډواله دي چې يوه ښه بيلګه يې همدا موږ او تاسو يو. د خپل پلرنې ټاټوبې، دخپلو خوږو دوستانو او خپلوانو د پلوه د جلا ژوند، د خپل هم عقيدې، هم کلتوره او هم ژبو له چمه لريوالي، هلته چې ماشوم په خپله ژبه ښوونځئ ويلای شي، هلته چې ځوانان د خپل وطن د خدمت مصدر او خپل خوږ مور او پلار د لاس امسآ ګرځیدلای شي او هلته چې انسان خاپوړی کړې وي، هیځوک ترې لريوالې ته ليواله نه دي. تر څو کډوالۍ ته اړ نه شي.

 

له دې موقع څخه په استفادې سره غواړم يو ځل بيا په ټولو حاضرو ميلمنو غږ وکړم تر څو له ټولنو پوره ګټه پورته کړي او خپل اولادونه په دې جلاوطنۍ کې د خپل خوږ کلتور، دين، ژبو او وياړلي تاريخ څخه برخمن کړي. داخبره ما تکرار تکرار کړې چې خبری کول که  مسولیت لري نو نه خبرې کول هم مسئولیت لري، ځکه هر انسان د يو مسوليت بار په اوږو وړي او له مسوليته د ځان پټول انسان د بدبختو او نابودۍ پر خوا وړي.

ددغسې کارونو لپاره ښه وسيله دغه ټولنی دي. ټولنه لکه د سيکې دوه مخه يانې بې له تاسې دغه ټولنه په نه حساب ده او بې له یووالي او ټولنو ولس په هیځ حساب دې.

 

د نني پروګرام په سر عنوان کې د ښځو د نړېوال پیوستون لمانځل هم ياد شوي چې د هغې په اړه به ګرانه خور کامله  چې زمونږ د ټولنۍ د ښځو د چارو مسوله ده خپله وينا واوروي خو يواځې غواړم دومره ووايم  چې زمونږ په ټولنه کې مونږ په دا وروستيو کلو کې په هر ډول کوښښ سره بريالي نشو تر څو د ښځو ونډه په ټولنه کې زياته شي. ستاسو له ټولو نه هيله لرو تر څو خپل د خوښې پروګرامونه مونږ سره شريک کړئ مونږ ستاسي د خوښې پروګرامونه تاسو ته اماده کړو. دا ستاسې خپلې ټولنئ دي او دلته به هر څه ستاسې په خوښه تر سره کيږي.

د ننې پروګرام لمړئ برخه ويناوې، موسيقي او په منځ کې نيم ساعت تفريح او په اخر کې بيا موسيقي ته اماده شوی.

 

غواړم له يوه کسه يانې له محمود کاکا څخه په ځانګړي ډول د ټولنې په استازيتوب مننه وکړم چې مونږ سره يې په نني پروګرام کې مرسته کړې او دومره لوی لوکال يې په وړيا ډول زمونږ په خدمت کې راکړې. کور مو اباد.

 

زه خپلې خبری نه اوږدوم او په اخر کې یو ځل  له ټولو ګډونوالو نه د زړه له کومې مننه کوم چې نني محفل ته راغلي ياست او تاسو ټولو ته یو ځل بيا د نوي کال اود ښځو د نړيوال پیوستون د ورځي مبارکې وايم او دوعا کوم چې زمونږ او ستاسې په ګران هيواد افغانستان کې سوله او نيکمرغي راشي تر څو مونږ دغسې ورځي په خپل هيواد کې په خوشالۍ سره ولمانځو.

 

د یو سرلوړي او اباد افغانستان په هيله

د ټولنې اداره

Comments are closed.