د نوي کال او ښځو د نړېوال پیوستون په وياړ ميله بلنلیک

aakcs-logo-transparent-bg-2
په سويډن کې د افغانانو د علمي او کلتوري مرکز د ټولو غړو لپاره دغه پروگرام وړيا (مفت) دی.
نور څوک (چې لا زمونږ د ټولنی غړيتوب نلري) که غواړي ددې مېلې څخه برخمن شي کولای شي د ټولنې د غړيتوب په ترلاسه کولو په مېله کې برخه واخلي.
د ټولنې کلنۍ ونډه د ماشومانو او ځوانانو لپاره (تر ۱۷ کلنۍ پورې) ۵۰ کرونه او د لويانو لپاره ۱۵۰ کرونه دي. تاسې کولای شئ  خپله کلنۍ ونډه زمونږ د ټولنی په بانکي حساب کې تحويل کړئ او يا هم د کنسرت په تالار کې مسئول نفر ته وسپارئ.
پروګرام:
د ماشومانو لخوا ملي سرود
پرانستونکې وينا
موسيقي
تفريح (په تفريح کې شورنخود، جوش کړې هګۍ او نور خوراکي مواد د اخستلو لپاره پلان شوي).
پاتې برخه به هم موسيقي او اتڼونو  وي
پاملرنه: برخوال کولای شي د خپلو ځانو لپاره چای او وچه ميوه له ځانه سره راوړي.
وخت او ځای:
د روان کال د مارچ ۲۲ د مازديگر پنځه بجې
Tobaksbolaget Events
Kosterögatan 13
211 24, Malmö
nyår
په افغاني مينه

Comments are closed.