د ټولنې د کورسونو څانګه پرانستل شوه

aakcs-logo-transparent-bg-2

د ۲۰۱۵ کال د فبروري د مياشتې پر اتمه د ټولنې د کورسونو څانګي خپل کاري فعاليت پیل کړ. د ټولنې د کورسونو مسؤل مدير ښاغلي احمد ګل اندړ د خپل ځان پر پیژندلو سره سم راغلو ماشومانو او والدینو محترمو ته ښه راغلاست او بيا د ټولنې د کورسونو او د کورسونو د اهميت په اړه لنډه وينا واوروله.  د ټولنې ګلالیو ماشومانو ته د پښتو، رياضي،تاريخ، جغرافيې او دنياتو په اړه لنډ معلومات ورکړل شو، د ماشومانو او ښوونکي لخوا پوښتنې او ځوابونه سره شريک کړای شول.

کورسونه د خپل وخت سره سم د ماذديګر په څلورنيمو بجو پیل او د ماښام پر شپږ نيمو بجو پاي ته ورسيدل.

 

د ټولنې د تعليمي کورسونو څانګه

Comments are closed.