د کلنۍ غونډی رپورټ

aakcs-logo-transparent-bg-2

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز

 

نيټه ꞉ 2014/01/05

غونډه د قران شریف د مبارکو اياتونو په لوستلو د ماذديګر په دريو15:00  بجو  د Lindgårdens mötesplats په تالار کې پیل او په شپږو بجو پاي ته ورسیده.

د معمول سره سم لمړئ د ټولنې د تير کال رپورټ د غونډی برخوالو ته واورول شو او بیا هم پر هغې باندی بحث وشو. همدا شان د غونډی د برخوالو پوښتنو ته په پراخه ټنډه ځوابونه وويل شول. له تاوده بحث څخه وروسته په غونډه کې ناستو غړو د تير کال د مشرتابه نه د زړه له کومې مننه وکړه او تير کال ته يې د پای ټکې کیښود.

 

د غونډې د برخوالو د اکثریتو په خوښه د نوي يانې ۲۰۱۵ کال لپاره لاندی اداره وټاکل شوه.

۱. هلمند ياد – د ټولنې د ریس، د نورو ارګانونو او ټولنو سره د تماس د مسؤل په توګه

۲. احمد ګل اندړ-  د ښوونې او روزنې د کورسونو د مسول په توګه

۳.  انجينر ولي حميد – د ټولنې د معاون، د کلتوري او مالي چارو د مرستندوي په توګه

۴. هيواد شېرزاد – د مالي چارو د مسؤل په توګه

۵. نياز محمد پياوړئ – د ټولنی منشي او د کلتوري چارو د مسول په توګه

۶.  ميوند اغا – د ځوانانو سره د کار او فعالیت او د سپورت د مسؤل په توګه

۷. نعيم وطنوال – د ټولنی د ويبپاڼې او تخنيکي چارو د مسؤل په توګه

۸. کامله شيرزاد – د ښځو او ماشومانو سره د فعالیت د مسؤلې په توګه

 

د کنترول او نظارت لپاره حاجي صاحب حسين ديندار او انجينر صاحب احد عزيزي وټاکل شول. په پای کې د راتلونکي کال د لا ښه پرمختګ لپاره د دوعا لاسونه پورته شول او غونډه پای ته ورسيده.

د ټولنې ټوله رهبري ستاسو له اعتماد نه د زړه له کومي مننه کوي او د ټولنی ټولو غړو سره   دا ژمنه کوي چې ستاسو هري هیلې ته به په سترګو او لیمو کې ځای ورکوي. ټولنه ستاسی نه يواځنې هیله لري چې خپله کلنۍ ونډه چې څومره زر او پوره ورکړی دا به زمونږ په جوړ شوي پلان کې ډيره مرسته وکړي.

کلنۍ ونډه په لاندې ډول وټاکل شوه꞉

د 4 کلو څخه تر 17 کلو پوری 50 کرونه او د 18 کلو څخه پورته ته 150 سویډني کرونه ټاکل شوي.

تاسي خپله کلنی ونډه ټولنې ته د انټرنیټ په مټ او يا هم په نقدي ډول ورکولای شی. زمونږ بانکي حساب شميره꞉

Plus Giro: 1060478-3

هيره دې نه وي چې سږ کال د مالمو کمون غوښتنه ده چې د غړو د ثبتولو لپاره نه بايد یواځې شپږ د زيږيدو شميرې ثبت شي بلکې مکمل پرسون نمبر Person nummer   وليکل شي. مطلب که تاسې خپله کلنۍ ونډه د انټرنيت په مټ تحويلوی نو مهرباني وکړی خپل مکمل پرسون نمبر زمونږ د ايميل او يا د ټلیفون په شميره را واستوی.

 

د ټولنی مشرتابه خپله لمړئ غونډه په10  د جنوري د ماذديګر پر 18:00 بجو تر سره کوي، که تاسي کوم نظر يا مشوره

زمونږ سره شريکول غواړي نو له همدې ايميل له لاری زمونږ سره هر وخت اړیکه ساتلې شی.

 

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز اداره

Comments are closed.