د ټولنې د کوچنيانو او ځوانانو لپاره Tosselilla ته تفريحي سفر

ټول کوچنيان او ځوانان چې عمرونه يې د اتو او اوه لس 8-17  کلونو ترمنځه وي او د ټولنې غړيتوب ولري کولی شي په دې تفريحي پروگرام کې برخه واخلي.

که چېرې په بس کې ځای وي نو لويان هم کولی شي چې زموږ سره سفر وکړي.

 

قيمت د هر نفر په سر ، سل  ۱۰۰ سويډني کرون ټاکل شوي چې بايد د تگ په وخت کې يې مسئول کس ته ورکړي.

په دې سل کرونو کې ستاسې د بس کرايه، په Tosselilla  کې د ټولو تفريحي ځايونو څخه د استفادې ټکټ او يو څه  خوراک او څښال . البته پوره خوراک او څښاک بايد هر کس له ځانه سره راوړي.

 

تاسې که غواړئ په دې سفر کې خپله يا مو کوچنيان زموږ سره برخه واخلي د اگست تر  ۸  ڼېټې پورې زموږ سره په لاندې پتو اړيکې ونيسئ.

 

 دتگ وخت او ځای :

د اگست لسمه نېټه، د سهار نهه بجې ، د هولمې د تېلو ټانک

Söndag , 2014-08-10, kl. 09.00, Holma Shellmack

بېرته راتگ به انشاالله د ماښام اته بجې همدا پورته ځای

اړيکې :

aakcentrum@gmail.com

0760806689
0737143140


www.tosselilla.setoppbild-tosselilla-700x336

Comments are closed.