د ټولنې مشورتي غونډه

په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنگي مرکز مشورتي غونډه

د جون ۱۱ د مازديگر شپږ نيمې بجې

 

لومړی د ټولنې رئيس ښاغلي هلمند ياد د محترم خالد اندړ څخه هيله وکړه چې د کلام الله په مبارکو اياتونو غونډه پرانيزي .

تر تلاوت وروسته هلمند ياد د ټولنې د تېرو شپږو مياشتو په فعاليفتو او لاسته راوړنو، او همدارنگه په نيمگړتياو لنډه تشريح ورکړه .

همدارنگه د راتلونکو فعاليتونو په هکله يې د غونډې برخه والو ته لنډ معلومات ورکړ. لاندې پروگرامونه په نظر کې نيول شوي :

– د جون په ۱۴ د مور د ورځې په وياړ  غونډه، مشاعره او کنسرت چې يوازې د ټولنې ښځينه غړې به پکې برخه اخلي.

–  د جون په ۲۲ د ماشومانو او والدينو سفر د Toselilla تفريحي ځای ته .

– د اگست په ۲ د کوچني اختر مېله.

– د اگست ۲۳ د واليبال اروپايي تورنمنت

– د سپتمبر په ۲۰ د ځوانانو او مشرانو لپاره د يو تفريحي پروگرام تابيا

– د اکتوبر ۱۱ د لوی اختر پروگرام

د کال په پای کې يوه لويه مشاعره هم په نظر کې شته.

 

وروسته د ښاغلي استاد عبدالعلي رسول زاده څخه غوښتنه وشوه چې په بهر کې د کلتوري ټولنو په ارزښت او همدارنگه په مورنۍ ژبه د کوچنيانو او ځوانانو د ليک او لوست په هکله څو خبرې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ځوانانو په هکله خپل ژور خفگان وښود چې د لېسې څخه وروسته عالي تحصيلاتو ته توجه نه کوي .

ورپسې انجينر صيب عبدالاحد عزيزي خپلې خبرې وکړې.

همدارنگه احمد گل اندړ د ټولنې د راتلونکې په هکله خبرې وکړې.

بيا شيرزي اندړ په ټولنه کې د ښځو د ونډې او فعاليت په هکله خبرې وکړې.

غونډې د ماښام په اتو بجو پای ته ورسېده.

Comments are closed.