په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز بلنلیک

 
په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز تابيا لري چې په ۱۴ د جون خپلې محترمې ښځينه غړې هغه محفل ته راوبلي چې د مور د نړيوالې ورځي تر نامه نومول شوی دی.
 
په نوموړي محفل کې وينا، مشاعره، تفريحي پروګرام او موسيقي په نظر کې نيول شوي ده. له محترمو غړو څخه هيله لرو چې د ځان سره د خپلو ځانو لپاره چای او وچه ميوه راوړي. البته تازه ميوه او د څښلو لوازم  ټولنه په غاړه اخلي.
 
که تاسي کوم شعر، وينا او يا هم کومه ادبي ټوټه لوستل غواړی نو زمونږ د ټولنې د ښځو چارو د مسئولې ملغلرې حميد سره په
تماس کې شی او يا هم په لاندې بريښنا لیک مونږ ته احوال راکړي.  
      
 
نیټه او وخت
۱۴ د جون د ماښام ۶ بجی
ځای
LindGårdens Mötesplats
Lindängensplan 4
Malmö
اړيکه
073-5718416
076-0806689

Comments are closed.