د کونړ سيند مشاعرې ته لیکل شوی پیغام

د جرمني په کولن ښار کې د کونړ د ځوانانو ټولنی لخوا په ۱۰ د مۍ يوه شانداره دوديزه مشاعره جوړه شوی وه.  نوموړی مشاعری کې زمونږ د ټولنی  ياني  په سويډن کي د افغانانو دعلمي او کلتوري مرکز د مشرتابه جرګې دوه غړو هلمند ياد او هيواد شيرزاد برخه درلوده. په غونډه کې د ټولنی په استازيتوب لاندی پیغام ولوستل شو.

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز په استازیتوب تاسو ټولو اغلو،  ښاغلو، کوربنو، ميلمنو، شاعرانو، د شعر مينوالو، اديبانو او ښاغلو هنرمندانو ته د زړه له تله سلامونه او نيکې هيلی وړاندې کوم
د کونړ د ځوانانو  ټولنی نه يو نړۍ مننه چې په خپل زحمت او سپیڅلئ عقيده يې تل د وطن د سوکالۍ او په دې کډوالۍ کې د هيوادوالو د يووالي لپاره داسې شانداراې غونډې او مشاعري جوړي کړي.
که تيروتی نه ووم نو د کونړ سيند د مشاعرو لړئ د همدې ښار او د کونړ سيند د ځوانانو د ټولنی وياړ دی چې بنياد يې په په ۲۰۰۸ عيسوي کال کې د نوموړی ټولنی لخوا کیښودل شو او نن د نړۍ په مختلفو ځايو کې دا کلتور لمانځل کيږي.
دا سمه ده چې زمونږ ګران هيواد افغانستان او  کړيدلي ولس ته چې کوم ټپونه دغه ۳۰ کلونو جګړو ورکړي يواځې شعر لیکل ملهم کیدلای نشي او په هر ډګر کې هومره کار پکاردی لکه په شعر او ادب کې. له ټولو ځوانانو او د ادب مينوالو نه په درنښت هيله کوم چې خپل خدمت ته په هر ډکر کې کار وکړي هغه که ښه سياست دی ،که ښه تعلیم او همدا شان نور کلتوري او علمي کارونه وي. ښه بيلګه يې دغه نننې ناسته ده. دغه ننی ناسته يواځي مشاعره نه بلکی يو د بل سره د بلدتيا زمينه برابروي، يو د بل له احواله خبريدل دي، د وطن په حالاتو او ورته ستونزو باندی بحث کولو او د يووالي احساسات راپارولو زمينه برابروي، ځوانان او ماشومان زمونږ له کلتوره او وطنه د خبريدلو زمينه برابروي. هغه که د شعر په ژبه وي او که د غیر شعر.
  په اخر کې د الله له پاک درباره دا دوعا کوم چې پخپل رحم او کرم زمونږ او ستاسي په ګران هيواد افغانستان کې نور د امن او ورورولی فضا را منځ ته کړي او د کنړ له سينده نور د وينو رنګ او بوي رانشي، د کنړ د ښيرازه او شادابه طبیعي غرونو کې ددنګو ونو او مرغانو د نغمو اوازونه پورته شي او د کنړ غيرتي او له شهامته ډک خلک بيا د پرديو د راکټونو ښکار نشي او په راتلونکې کې داسی مشاعری په خپل وطن کې تر سره کړو.
په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز په استازيتوب
هلمند ياد

 

Comments are closed.