په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز (ستاسې ګډ کور)


د نن نه تقریبآ ۱۳ کاله مخکې (۲۰۰۱ )  په سويډن کې د افغانانو د علمي او کلتوري مرکز بنسټ د هغه چا لخوا کيښودل شو چې د ګران وطن افغانستان د جنګونو او بدبختيو له امله سويډن ته ګډه شوي وه. دا هغه فرهنګيان، سياستوال، پر وطن او ولس مين، روڼ اندي افغانان وه چې موخه يې يواځې د يوه داسې مرکز څخه وه چې ټول افغانان وکولای شې تر څو خپل کلتور، دين، عنعنې، مورنې ژبه او هغه مقدسې ورځې ددې مرکز په چوکاټ کې ژوندۍ وساتي او خپلو راتلونکو نسلونو ته يې ورزده کړي. ددې مرکز په واسطه يو د بل له غم او ښادئ خبر شي او په ګډه سره يو د بل لاس نيوې او د هغو ستونزو او بې عدالتیو مخ نيوی وکړي چې افغانان کډوال ورسره مخ کيږي.
 
دغه ټولنه د هیڅ کوم سياسي حزب او يا ډلې پورې تړاو نلري. يواځې او يواځې د ټول افغان ولس يو علمي او کلتوري مرکز دی. 
 
ددې مرکز په واسطه نن د سويډن د مالمو ښار په اروپا کې يو د افغانانو د لويو فرهنګي او علمي ښارونو څخه ګڼل کیږي. دغه ښار د نوموړي مرکز په واسطه د ډيرو کنفرانسونو، غونډو، مشاعرو، سیمينارونو، سپورتي سياليو، د کلتوري او ديني ورځو د لمانځلو، کنسرتونو او همدا ډول نورو فعالیتونو شاهد دی.
 
دداسې یوې فعالی ټولنی د ساتلو لپاره زمونږ او ستاسې مشرانو خورا ډيرې منډې ترړې ګاللي او ددغه کار د برياليتوب لامل يواځې او يواځې ددوي صداقت او يوالی وو او دی. راځم اصلي خبری ته چې نن دغه ټولنه ستاسو ټولو  پر وطن او ولس مينو افغانانو يووالي ته اړتيا لري.  يوه ټولنه او ولس لکه د يوې سيکې دوه مخه دي، يانې بې له ولسه ټولنئ پر هیڅ حساب او بې له ټولنو او يوالي ولس پر هیڅ حساب دی. 
د ۲۰۱۴ کال په تيرو شوو دريو مياشتو کې د ټولنی فعالیتونه په لاندې ډول دي꞉
د دري، پښتو، رياضي، انګلیسي او د لیسنس Körkort کورس، هره جمعه 18:30 – 20:00د هولمې اکتيويتيتس هوس او هره شنبه د 13:30 – 15:30 په ليند ګارډين کې د خپلو غړو پر مخ پرانستل او اوس هم فعال دي.
د والیبال د ټیم لپاره ځایونه ونيول شوه او د ټیم (سپین غر والیبال) بيرته فعال شو، هره شنبه او یکشنبه پس له ماسپښينه مکمل تمرين جاري دی.
د ښځينو غړو لپاره د ازاد سپورټ تمرين د باتجربه استادې لخوا هره شنبه او يکشنبه د 18:00 – 20:00  د هولمې په ښوونځي او دوشنبه او چهارشنبه د 17:30 – 19:00 د بولتوفته په ښوونځي کې فعال او جريان لري.
د ماشومانو لپاره د ازاد سپورټ، باسکټبال او نور ډول توپ لوبی، چې عمر يې د ۱۲ کلو پورته وي هره شنبه په 15:00 – 17:00 د هولمې په ښوونځي کې فعال او دوام لري.
زمونږ ويبپاڼه یانې د  www.aakcentrum.se  او همدا شان یوه بله ویبپاڼه په سويډني ژبه http://sv.aakcentrum.se/ فعاله شوه. چې د ټولنی ټول مالومات ورکې شته.
د نوي کال او د ښځو د نړيوال پیوستون تر نامه لاندې يو محفل ونيول شو.
همدا شان د ټولنئ ټولو پخوانيو او اوسنيو غړو سره د ټولنې د غړيتوب لپاره د ټلیفون، بريښنا ليک او مخامخ اړيکی نيول شوي، ټول دفتري کارونه او د اړونده ارګانونو سره د مرستو او راجستر لپاره اړيکی نيول شوي، د کورسونو، سپورت او محفل لپاره لوکالونه نيول شوي. 
مشرتابه جرګګی درې وارې د ټولنی د لا ښه پیاوړتيا لپاره غونډی کړي.
د ۲۰۱۴ کال راتلونکي فعالیتونه په لاندې ډول دي꞉
د والیبال لپاره د اروپا په سطحه سيالي.
د ټولنی د نارينو او ښځينو غړو لپاره جدا جدا په دوبي کې د sommarstuga  نيول.
د کمکي او لوي اختر لمانځل.
د ماشومانو لپاره يو تفريحي پرګرام ( Tomelilla ) ته سفر.
د ښځينو غړو لپاره مشاعره/ميله.
د ازادئ د ورځی لمانځل
یوه لويه غونډه/مشاعره.
په پورتنيو فعالیتونو کې د کموالي او زياتوالي فیصله به زمونږ بوديجه او د مشرئ جرګګی پوری اړه ولري. د هر ډول مالوماتو لپاره زمونږ سره په لاندی پته اړیکه نيولای شی. 
www.aakcentrum.se
aakcentrum@gmail.com
076-0806689
ټولنه په راتلونکي کې هوډ لري چې يواځې خپلو غړو ته د خپلو فعالیتونو په اړه مالومات ولیږي، يانی که تاسې غواړی چې غړیتوب تر لاسه کړی او يا هم څوک پیژنۍ چې غواړي د ټولنی غړي شي نو په لاندی بانکي حساب او يا هم په نقدي ډول خپله ونډه تاويل کړی. د ۴ کلو نه تر ۱۷ پورې د کال ونډه  يواځې ۵۰ سويډني کرونه او د ۱۸ پورته لپاره ۱۵۰ سويډني کرونه په کلنۍ غونډه کې فیصله شوي. د تاويليدو په وخت کې مو نوم او د غړو شمير هیر نشي.
 
Plus Giro: 1060478-3
 
 
په افغانۍ مينه

Comments are closed.