د پرانيستونکې وينا متن / هلمند ياد

IMG_5985

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز د مشرتابه جرګګئ په استازیتوب تاسو ټولو ښاغلو او اغلو، ميلمنو او کوربنو ته د زړه له تله ښه راغلاست وايم او همدا شان د نوي يانې ۱۳۹۳ هجري شمسي کال او د ښځو دنړيوال پیوستون د ورځې مبارکي وايم.

په سویډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز دادې نن د نورو تيرو کلونو په شان یو ځل بيا ستاسو په چوپړ کې د نوي کال او د ښځو د نړېوال پیوستون ورځ لمانځي. ننی پروګرام درې لوې برخی لري چې پيل کې به ويناوې، مشاعره او وروستی برخه موسيقي ته ځانکړی کړاي شوي ده.

دا چې نوې کال به د کلتور ، دين او تاريخ له اړخه د افغانانو او ګران وطن افغانستان سره څه تړاو لري دا به تاسو ته  وروسته ګران مشر ښاغلې استاد علي رسولزاده تشریح کړي، خو زما لپاره نوې کال نوی هيلې، نوې وخت، کله چې د ژمې يخې او تورې شپې کډه وکړي او د وخت بيړئ مخ په رڼاګانو څپې شروع کړي، هغه چې په اوبو کې کبانو ته او په هوا کې مرغانو ته خوښي وربښي، د خلکو په مخونو کې رڼاګانې راشي او ټول وطن د ګلونو او شنو بوټو جامې واغوندي. ما ته دا سې موسم بي له خوښې هیڅ کومه مانا نلري او غواړم چې په خوشالئ ورته ښه راغلاست او ټولو انسانانو، ژوو او بوټو ته يې مبارکي ووايم.

زمونږ د ننې ورځې دوهم سر عنوان په نړئ کې د ښځو د نړيوال پیوستون د ورځې لمانځل دي، هغه چې اصلآ نیټه يې اتم د مارچ ده نو پوښتنه پیدا کيږي چې دا اتم د مارچ ولې؟ د ښځو نړيوال پیوستون، يانې څه شی؟ د څه ورځ او د چا لپاره؟ پدې مضمون په کتابونو کتابونو خبرې کيدلاي شي او پکار ده چې وشي خو زه کوښښ کوم چې په ډېر لنډ شکل او کمې خبری وکړم ځکه نن ورځ د خبرو نه بلکې د خوښې او ميلي لپاره نومول شوې.

 په کال ۱۹۰۸ عيسوي کې د نيويارک په یوه نساجئ (کتان) فابريکه کې د ښځو سره د بې انصافی او بې عدالتئ له امله یو څو تنو ښځو کارکونکو د نه خوړلو پر اعتصاب لاس پوری کړ او ددی په مقابل کې د فابريکې خاوند ټولی دغه ښځينه کاريګرې په یوه کوټه کې بنديانی کړئ او د يو نامالومه دلیل له وجی په کوټه کې اور بل شو او په دوې کې ۲۹ تنه ښځينه ګاريګرئ په دې اور کې خپل ژوند د لاسه ورکړ. همدا شان  ۸ د مارچ د ملل متحد لخوا د ښځو سره د زور زياتې او بې انصافی تر نامه لاندې ونومول شوه

د نړئ په ګوټ ګوټ کې د ښځو د نړيوال پیوستون تر نامه لاندې ۸ د مارچ په مشاعرو غونډو او مبارکيانو لمانځل کيږي مګر يواځي په لمانځلو هدف ته رسيدل نيمګړي دي، زمونږ ګران هيواد افغانستان کې هم دا دولس/ديارلس کاله کيږي چي نوموړئ ورځ لمانځل کيږي مګر په عمل کې لا د ښځو په مقابل کې د انصاف، عدالت او حتا د يو انسان په څيرد حق ورکولو تر منځ لا خورا واټن موجود دی. زمونږ د هيواد اکثريتی ښځينه د کار، تعليم او همدا شان نورو انساني حقوقو نه محرومه دي. زمونږ د خبرونو سرټکي  له څه جوړ دي؟ چا پر ښځو تيزاب شيندلي، چا ترې پوزه غوڅه کړې، چا زندي کړی او چا هم په مرميو ويشتلی، چا په بدو کې ورکړی او چا هم د ماشومې سره واده کړی او يا هم په دورو وهل شوې او يا قصاص شوې.

له پورتنيو جملو نه مې موخه (هدف) يواځې دادی چې ګرانو خويندو او ميندو بد بختانه انسانيت لا دې اوج ته نه دې رسيدلی چي څوک دی چا ته خپل حق وړيا ورکړي بلکې خپل حق بايد وغوښتل شي او ددې کار  لپاره يووالئ ضروري دی تر څو ددې بې عدالتی او بې انصافی مخه ونيول شي.

تاسې يقين وکړې چې د ننې ورځې چې د ښځو د نړيوال پیوستون تر نامه لاندې جوړه شوې  ما کم نه کم لسو مختلفو کورونو ته زنګ وهلې چې که څوک يانې ښځه غواړي چې د ښځو په اړه خبرې وکړي، قسم دې که يو انسان دې ته اماده شوی وي. چا کار کوو، چا جورئت نلره او چا هم پښتو ليک لوست نه وو زده. ډير د افسوس ځای دی.

يوه ټوکه راياده شوه؛ وايي يو سړئ زيارت ته تللې وو او ګرمې دواعاوي به يې کولې، نو يوه ورځ په زيارت کې ناست ملنګ ورته پام شوې وو او ورنه يې وپوښتل چې ځوانه دا ته هره ورځ راځې، د څه شي سوال کوې؟

ځوان ورته په ځواب کې وويل چې بچي غواړم، نو ملنګ ورته وويل بيشکه چې الله به بچي درکړي. دا زيارت ډير معتبر دې نو د واده دې څومره وخت کيړي؟ ځوان ورته په ځواب کې ويلې چې نه ملنګ جانه ښځه نلرم. ملنګ ورته په حيرانتيا وايي چې ښځه نلري او بچي غواړې، خدای دې خوار کړه اول واده وکړه بيا بچي غواړه، يانې لږ څه ته وکړه نو لږ څه به خدای مرسته وکړي.

غواړم چې ووايم د اسمه ده چي د ښځو پر واړاندې ډيره بې انصافي کيږي او دا درسره هر عاقل سړې مني خو لږ څه تاسې راولاړې شی او د خپلو حقوقو لپاره کم نه کم خپل غږ پورته کړې.

که خبری کول مسولیت لري نو نه خبرې کول هم مسئولیت لري، له چوپ کيناستلو هیڅ په لاس نه راځي.

ددغسې کارونو لپاره ښه وسيله دغه ټولنی دي. ټولنه لکه د سيکې دوه مخه يانې بې له تاسې دغه ټولنه په نه حساب ده او بې له یووالي او ټولنو ولس په هیځ حساب دې.

په بهر کې د خپل هويت، ژبې او کلتور ساتلو او پیژندلولپاره تر ټولو ښه وسيله همدغه ټولنی دي او ددې په چوکاټ کې دغه مسائل هم ژوندي پاتې کيدلای شي او هم راتلونکو نسلونه ته ورښودلای شي. ډيره د غور خبره ده دلته په بهر کې زمونږ نه تربور شته او نه هم عزيز، بلکې همدا مونږ او تاسې یو د بل هم تربور يو او هم عزير،  هم کور يو هم کلی همدا مونږ او تاسې يو چې يو د بل په غم او ښادۍ کې سره ګډ يو، همدغه زمونږ مالمو زمونږ لپاره وړوکې افغانستان دې، دلته بايد نورې هغه فاصلې لنډې شي چې زمونږ او ستاسې تر منځ توپیر راوړي. هغه فاصلې چې مونږ په کندهار او پکتيا ويشي، هغه فاصلي چې مونگ په ننګرهار او غزني ویشي او هغه فاصلې چې مونږ په فارسي او پښتو ويشي. او هغه فاصلې چې مونر په یوه او بل رنګ ويشي.

 هیڅوک ددې وس نلري چې خپل ماشومان دې هر کال خپل وطن ته ولیږي، بلکې ښه به داوي چې دلته مونږ او تاسې په ګډه ددې ټولنو په واسطه هغه شرایط مساعد کړو تر څو زمونږ راتلونکي نسلونه افغانان او مسلمانان پاتې شي.

 زمونږ ټولنه يانې په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز خپل ګد کور وکڼۍ او ددې مرکز د لا ښه پیاوړتيا په خاطر خپلئ کورنۍ او دوستان راوبلی. ځکه بريا په اتفاق او يووالي کې ده او بس.

زه خپلې خبری نه اوږدوم او په اخر کې یو ځل  له ټولو ګدونوالو نه د زړه له کومې مننه چې نني محفل ته راغلي ياست او تاسو ټولو ته یو ځل بيا د نوي کال اود ښځو د نړيوال پیوستون د ورځي مبارکې وايم او دوعا کوم چې زمونږ او ستاسې په ګران هيواد افغانستان کې سوله او نيکمرغي راشي تر څو مونږ دغسې ورځي په خپل هيواد کې په خوشالۍ سره ولمانځو.

څــــو چې دا ځمکه اسمان وي

څــــــو چې دا جـهان ودان وي

څو چې ژوند په دې جهان وي

څو چــــــې پاتې يو افغان وي

تـــــــــــل بـه دا افغانستان وي

تـــــــــــل بـه دا افغانستان وي

Comments are closed.