سپورت د صحت ضامن دی

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز
زیری زیری زیری

ټولنه خپلو ټولو ښځينووغړو ته چې عمر يې له ۱۲ دولسو کلو ځخه پورته وي خبر ورکوي چې هره شنبه او یکشنبه د ماذديګر پر ۶ بجو د هولمې د ښوونځي د سپورټ په سالون کې زمونږ د ټولنې با تجربه استاده سيلين تاسې ته هرکلئ وايي. سیلين چې یوه تکړه او د کلنو تجربو خاونده ده تاسې ټولو يانې د ټولنی غړو ته وړيا تمرين درکوي چې عبارت دې له زومبا، باسکيتبال، ګروپي تمرينات او همدا شان د ښو خوړو د مشورو او خپل صحت ته د پاملرنی په اړه مشورې درکولای شي.
د پورتني فعالیت لپاره زمونږ د ټولنی د ښڅو د چارو د مسئولې سره په لاندې بریښنالیک کې په تماس کې شی او يا هم په نوموړې نیټه او وخت د هولمې په ښوونځي کې د هغې سره لیدلای شی.
وخت: شنبه او یکشنبه د ماذديګر ۶ بجې
Holma skolan
Hyacint gatan 49
Malmö
aakcentrum@gmail.com
پاملرنه: که تاسې او يا ستاسې کوم بل دوست غواړئ چې د ټولنی غړيتوب تر لاسه کړي نو زمونږ پر بانکې حساب(Plus Giro: 1060478-3) خپله کلنۍ ونډه چې د ۴ کلو نه تر ۱۷ پوري ۵۰ سويډنې کرونه او د ۱۸ څخه پورته ۱۵۰ کرونه ټاکل شوي تحويل او يا هم زمونږ د ښځو چارو مسئولئ ته په نقدي ډول ورکړی. خپل نوم او تعداد د تحویلولو پر وخت مه هيروی.

Comments are closed.