د نوي ۲۰۱۴ کال کاري پلان

په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز

 

مالمو سويډن ۱۶ د جنوري ۲۰۱۴

د رهبرۍ هېئت درانه سلامونه او نيکې هيلې ومنئ.

په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز د د۲۰۱۴ عيسوي کال په دوران کې پلان لري چې د ټولنې محترمو غړو په چوپړ کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او خپل کاري پلان يې په لاندې شکل جوړ کړی دی.

 ټولنه تاسې ته په پوره باور سره اطمنان درکوي چې نوموړی کاري پلان به په پوره ايماندارۍ سره سرته رسوي. د نوموړي کاري پلان په جوړولو کې د ټولنې جرګه ګۍ لمړی د خپلو غړو نه د بريښناليک په واسطه مشورې وغوښتې او بيا يې دغه پلان تشکيل کړی.

کورسونه                                                                                                    مسئول ( استاد)

  • د رياضي (الجبر) کورس                                             انجينر توريالی ازاد
  • د پښتو ژبې کورس                                                    احمد ګل اندړ
  • د دري ژبې کورس                                                    انجينر احد عزيزي
  • د انګليسي ژبې کورس                                               ځلاند ملوک
  • د ځوانانو لپاره د اتڼ کورس                                         ولايت خان ځدراڼ
  • د انجونو لپاره د اتڼ کورس                                          تورپيکۍ اغا
  • د ځوانانو لپاره د واليبال د زده کړې کورس                        ميوند اغا
  • د ځوانانو لپاره د فوټبال د زده کړې کورس                        اسماعيل
  • د ځوانانو انجونو لپاره ازاد سپورت                                 سيلين اليرول مولين

هيره دې نه وي چې د ټولنې نوموړي استادان د برجسته تجربو خاوندان دي او په وړيا توګه دې چوپړ ته اماده شوي دي. د نوموړو کورسونو د نومليکنې لړۍ د همدې شېبې څخه پيليږي نو تاسې محترمو غړو څخه په ډېر درناوي هيله کيږي چې د نومونو د ليکلو لپاره زمونږ سره  ژر تر ژره اړيکه ټينګه کړئ.

د وخت او ځای په اړه به ډېر ژر تاسو ته خبر درکول شي.

ټولنه همدا شان د خپلو تفريحي او علمي پروګرامونو لړۍ چې موخه يې يووالی، معلومات، د ګران هيواد په کلتور او عنعنو د نوي نسل سمبالول، تفريح او په جلاوطنۍ کې د افغانانو نږديوالی دی دوام ورکوي. د ټولنې اجرايه هيئت د خپل کلني پلان علمي او تفريحي برخه په لاندې شکل وړاندې کوي.

  • د نوې هجري شمسي کال او د ښځو د ورځې نمانځل
  • د کمکي اختر نمانځل
  • د لوی اختر نمانځل
  • په دوبي کې د ولاريد Ullared   سفر
  • د ځوانانو لپاره د تفريحي استوگنځای  Stuga نيول
  • د انجونو لپاره د تفريحي اتوگنځای   Stuga نيول
  • په روژه کې د قران کريم ختم
  • ماشومانو ته تفريحي پروګرام
  • د واليبال سيالي
  • غونډه او مشاعره

پورتنيو پروګرامونو ته ورته پروګرامونه  به په هغه صورت کې زياتيږي چې د ټولنې  بوديجه يانې مالي امکانات موجود وي.

په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز د خپلو ټولو غړو څخه په ډېره درناوي هيله کوي چې خپلې کلنۍ ونډی د ټولنې بانکې حساب کې تحويل کړي . د تحويلولو په وخت کې خپل نوم او تعداد مه هيروئ.

تاسو همدارنگه کولی شئ چې خپلې کلنۍ ونډې د ټولنې مالي مسئول چې شيرزی اندړ دی ، او يا هم د رهبرۍ هيئت هر غړي ته چې وي، په نقدي توگه ورکړئ.

د ټولنې کلنۍ ونډه د 4 کلو څخه تر 17 کلو پوری 50 کرونه او د 18 کلو څخه پورته ته 150 سويډني کرونه ټاکل شوي.

زمونږ د بانکي حساب شمېره꞉

Plus Giro: 1060478-3

په افغاني مينه


په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنگي مرکز
مــرکز علمی و فـــرهنگی افغانها در ســــــويدن
Afghanskt Akademiskt Kulturcentrum i Sverig
Org. nr: 846502-4811

Plus Giro: 1060478-3
aakcentrum@gmail.com

Mobil nr:+46(0)760806689
www.aakcentrum.se

Comments are closed.