د کلنۍ غونډې لنډ رپوټ

په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنگي مرکز

د کلنۍ غونډې رپوټ

مالمو- سويډن

نېټه ꞉ 2014/01/05

غونډه د قران شريف د مبارکو اياتونو په تلاوت د مازديګر په څلورو بجو د هولمې د ښوونځي په تالار کې پيل او په شپږو بجو پای ته ورسېده.

 د غونډې موقتي رئيس ښاغلی احمد ګل اندړ او دوه همکاران يې حسين ديندار او محمد ايوب بوستان وو.

د معمول سره سم لمړی د ټولنې د تېر کال رپوټ د غونډې برخه والو ته واورول شو او بيا هم پر هغې باندې بحث وشو.

همدا شان د غونډې د برخوالو پوښتنو ته په پراخه ټنډه ځواب وويل شو. له تاوده بحث څخه وروسته په غونډه کې ناستو غړو د تېر کال د مشرتابه نه د زړه له کومې مننه وکړه، هغوی يې د مسئوليته خلاص او تېر کال ته يې د پای ټکی کېښود.

د غونډې د برخوالو د اکثريتو په خوښه د نوي يانې ۲۰۱۴ کال لپاره لاندې اداره وټاکل شوه.

۱. هلمند ياد – د ټولنې د رئس، د نورو ارګانونو او ټولنو سره د  تماس د مسؤل په توګه

۲. انجينر احد- د ټولنې د معاون او کلتوري چارو د مسؤل په توګه

۳.  انجينر فريد اڅکزی – د تعليم او تربيې او د نورو کورسونو د مسؤل په توګه

۴. شيرزی اندړ – د مالي چارو د مسؤل په توګه

۵.   ميوند شيرزاد – د ځوانانو سره د کار او فعاليت او د سپورت د مسؤل په تواګه

۶.  اسدالله هيوادمل – د ټولنې د منشي او د کلتوري چارو مرستندوی په توګه

۷. هيواد شېرزاد – د ټولنې د ويبپاڼې او تخنيکي چارو مسؤل په توګه

۸. مرغلره حميد– د ښځو او ماشومانو سره د فعاليت د مسؤلې په توګه

د کنترول او نظارت لپاره ښاغلی محمد ايوب بوستان او ښاغلی محمد قاسم حميد وټاکل شول. په پای کې د راتلونکي کال د لا ښه پرمختګ لپاره د دوعا لاسونه پورته شول او غونډه پای ته ورسېده.

—————————————————————————

د نوې رهبرۍ يادونه او هيله :

د ټولنې ټوله رهبري ستاسو له اعتماد څخه د زړه له کومي مننه کوي او د ټولنې ټولو غړو سره  دا ژمنه کوي چې ستاسو غوښتنې به د زړۀ په غوږو اوري، او د امکان تر بريده به مو پوښتنې په مناسب وخت کې ځوابيږي او غوښتنې به  مو عملي کيږي.

د ټولنې د کارونو د لا ښه پرمخ بېولو لپاره ستاسو چټکه او هراړخيزه مادي او معنوي مرسته او ونډه ډېره ضروري ده.

له همدې امله موږ ستاسو څخه په خورا درنښت هيله کوو ترڅو په لومړي قدم کې د خپلو کورنيو د غړو کلنۍ ونډه په پوره توگه زموږ په لاندې ذکر شوو اړيکو تحويل کړئ .

همدارنگه د ټولنې له خوا په جوړېدونکو پروژو، محفلونو او سرگرميانو کې د کورنيو فعال گډون هم اړين دی.

دا به  مو زموږ سره لويه مرسته وي او موږ به خپل جوړ شوی کلنی پلان ښه عملي کړی شو.

کلنۍ ونډه لکه د تېر په شان په لاندې ډول ده꞉

د څلورو 4 کلو څخه تر اوه لس 17 کلو پورې پنځوس  50 سويډني کرون،  او د اتلس 18 کلو څخه پورته يو سل او پنځوس 150 سويډني کرونه ټاکل شوي.

تاسې خپله کلنۍ ونډه د ټولنې د بانکي حساب له لارې او،  يا هم په نقدي ډول زموږ مالي مسئول يا د ټولنې د رهبرۍ هر غړي ته چې تاسو ته لازم برېښي ورکولای شئ.

زموږ بانکي حساب شمېره꞉

Plus Giro: 1060478-3

په راتلونکي کې به تاسو ته د رهبرۍ هيئت د نوبتي غونډو نېټې، وختونه او ځايونه درلېږ ل کيږي .

د ټولنې هر غړی حق لري او کولی شي زموږ په غونډو کې برخه واخلي، خپل نظر، وړانديز، نيوکه او د کار د لا ښه کېدو په هکله سپارښتنې د رهبرۍ سره شريکې کړي.

په درنښت

په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز اداره

Comments are closed.